بسم الله الرحمن الرحیم
مورنۍ ژبه
په نړیوالو میثاقونو کې د یوو بنسټیز او اساسي حق په توګه
مورنۍ ژبه د انسانانو لپاره، په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره، د دوی د زیږون له شیبې راهیسې د هیوادونو په ملي قوانینو او نړیوالو تړونونو کې د یو بنسټیز او اساسي حق په توګه پیژندل شوې ده.
د اتلسمې پیړۍ تر وروستیو او د نولسمې پیړۍ تر لومړیو پورې، طبیعي حقونه او موجوده ارزښتونه (فطري حقوق) د قانوني قواعدو د جوړولو لپاره د بنسټ په توګه پیژندل شوي وو.
خو د اتلسمې پېړۍ له پای او د نولسمې پېړۍ له پیل وروسته، د حقوقي مکتب څخه یوه بله تګلاره وړاندیز او رامنځته شوه، چې په هغه کې حقوقي نظام د مونټیسکیو، ژان ژاک روسو او جان لاک لخوا د دولت او وګړو ترمنځ د ټولنیز تړون پر بنسټ ولاړ و او قانون د هغو واقعیتونو او مسئلو پر بنسټ جوړ شو لکه امتیازات او حقونه چې په ټولنو کې شتون لري، په دې توګه په ټولنو کې حقوقي پوزیتیویسم (حقوقي واقعیت) راڅرګند شو.
په نړیوال ډګر کې، چیرې چې دولتونه د نړیوال حقوقو ترټولو لوی تابع ګڼل کیږي، پوزییتیویسم او حقوقي واقعیت په نړیوال ډګر کې خصوصا په نړیوالو میثاقونو او اعلامیو کې د عمومي حقوقي قواعدو د اطاعت پر بنسټ پیژندل شوی چې د نړیوالو سازمانونو لکه د ملګرو ملتونو سازمان او د هغه اړوند څانګې لخوا په نړیوال ډګر کې د بشر د حقونو په توګه رامینځته شوي، او غړي هیوادونه یې مکلف ګڼلي چې نړیوالو کنوانسینونو او میثاقونو پر بنسټ بشري حقونه په خپل ملي قوانین کې مراعات کړي.
د حقوقي پوزیتیویسم او حقوقي واقعیت پر بنسټ په ټولنیز عدالت کې د بشري امتیازاتو د لنډې یادونې پر بنسټ، موږ د دې پوښتنې سره مخ یو چې ولې ژبه د مور لپاره په دې اساسي حق کې منسوب شوي او پلار ته نده منسوب شوي؟ موږ د دې پوښتنې ځواب په حقوقي واقعیت او پوزیتیویسم کې موندلی شو، کوم چې د ټولنیز قرارداد تیوري څخه سرچینه اخلي.
د څېړونکو په وینا او آند، ماشوم د مور په رحم کې د انسانی خلقت سره وده کوي او حتا د مور په رحم کې د خپلې مورنۍ ژبې سره بلدېږي. کله چې وزږیږی او په ژړا پیل وکړي، که چیرې په مورنۍ ژبه ورسره خبرې وشي، نو خپله ژړا دروي او غوږ نیسي.
د ماشومتوب او پالنې په جریان کې، د مور لخوا د نرمو، احساساتي کلمو کارول په غیر ارادي ډول ماشوم قانع کوي چې خپله مورنۍ ژبه ووایی او زده یې کړي، او د جملو په جوړولو سره، ماشوم د خپل کوچني دماغ او ذهن سره په آسانۍ سره په خپله مورنۍ ژبه خبرې کول زده کوي، او د هغې له لارې، په کورنۍ او ټولنه کې اړیکه نیسي.
له همدې امله، مورنۍ ژبه، د ماشومانو د ارواپوهنې له نظره د پوزیتیویسم او حقوقي واقعیت پر بنسټ، د حقوقي قواعدو، منطق او د ټولنپوهنې پر بنسټ د هغې د اړتیا دلیل، په ملي قوانینو او نړیوالو کنوانسیونونو کې د بنسټیز او اساسي حق په توګه پیژندل شوی ده.
د ذکر شویو دلایلو په بار، دا بنسټیز حق لومړی په رسمي ډول د بنګله دیش هیواد او د مورنۍ ژبې د مدافعینو نړیوالې ټولنې لخوا په کال ۱۹۹۶ ز د نوامبر په میاشت کې نړیوال سازمان یونیسکو ته وړاندیز شو.
د پورته ذکر شوي سازمان لخوا وړاندې شوی وړاندیز د غړو هیوادونو د استازو لخوا د هغه کال د فبروري په (۲۱) تصویب شو. موږ ټول پدی پوهیږو چې د نړیوال سازمان یونسکو یو له اهدافو څخه د کلتوري میراث ساتنه ده او په نړۍ کې د ژبې او د هغې د ډولونو ساتنه هم د انساني کلتور یوه برخه ګڼل کیږي.
د ژبو د ساتنې او د هغوی د ورکیدو د مخنیوي لپاره د مورنۍ ژبې لپاره د یوې ځانګړې ورځې ټاکل یو بشري حق دی چې بشري نسل باید د خپلې مورنۍ ژبې د ویلو د حق پر بنسټ د بنسټیز او اساسي حق په توګه وپیژندل شي له همدې امله، د مورنۍ ژبې منشور چې په ۱۹۹۶ کال کې د یونسکو د نړیوال سازمان لخوا تصویب شو، په خپلو (۱،۲،۳) بندونو کې په لاندې ډول داسي بیانوي:
لمړي بند: د ښوونځي ټول زده کونکي باید خپلې رسمي زده کړې په خپله مورنۍ ژبه پیل کړي؛
دویم بند: ټول هیوادونه مکلف دي چې د مورنۍ ژبې د تولید او تدریس لپاره ټول اړین سرچینې، مواد او تجهیزات تولید او وویشي؛
دریم بند: ښوونکي باید په مناسب ډول روزل شوي او د مورنۍ ژبې تدریس لپاره چمتو وي، ځکه چې په مورنۍ ژبه تدریس د ټولنیز مساوات وسیله ګڼل کیږي. سربېره پردې، د مدني او سیاسي حقونو نړیوال میثاق، چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې لخوا د دسمبر په ۱۶، کال ۱۹۶۶ ز کې تصویب شوی، په خپله (۲۷) ماده کې داسي بیان کوي:
(په هغو هېوادونو کې چې نژادي، مذهبي یا ژبني اقلیتونه شتون لري، د دې اقلیتونو پورې اړوند اشخاص باید د خپلې ډلې د نورو غړو سره د ټولنو جوړولو، د خپل کلتور څخه خوند اخیستلو، د خپل مذهب څرګندولو او عمل کولو، او د خپلې ژبې کارولو حق څخه محروم نشي.)
په ټولنو کې د ملیتونو د مدني حقونو څخه یو د دوی د مورنۍ بومې ژبې ساتنه ده چې د دوی د مورنۍ ژبې د حق پر بنسټ، د پورته ذکر شوي میثاق کې د نورو مدني حقونو سربیره رسمیت ورکول شوي ده، هیوادونه په نړیوال حقوقو کې د لویو تابعینو په توګه ګڼل شوي دي، پدی بنسټ هیوادونه مکلف دي چې د خلکو د بومې ژبې د حق په برخه او د هغې په ساتنه کې هڅې وکړي او د مورنۍ ژبې د پراختیا لپاره په ملي قوانینو کې هڅې وکړي.
په دې توګه، د ماشومانو د حقونو نړیوال کنوانسیون، چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډي لخوا د نومبر په ۲۰، کال ۱۹۸۹ کې تصویب شو، د مورنۍ ژبې په اړه په خپله (۳۰) ماده کې داسي حکم کوي:
(په هغو هیوادونو کې چې قومي یا مذهبي اقلیتونه یا اصلي وګړي ژوند کوي، یو ماشوم چې د داسې اقلیتونو پورې اړه لري، باید د خپلې ډلې د نورو غړو سره په ټولنه کې حق ولري چې د خپل کلتور پر بنسټ زده کړې څخه خوند واخلي او خپل مذهب یا ژبه عملي کړي.)
د قومي، ملي، مذهبي او ژبني ډلو پورې اړوند د اشخاصو د حقونو په اړه نړیواله اعلامیه، چې د دسمبر په ۱۸، کال ۱۹۹۲ کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې لخوا تصویب شوې، په خپله (۴) ماده (۳) پراګراف کې په لاندې ډول داسي تصریح کوي:
(۳) فقره: (دولتونه باید اړین اقدامات وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې هر چیرې چې امکان ولري، د پیروانو پورې اړوند اشخاص د خپلې مورنۍ ژبې زده کولو یا په خپله مورنۍ ژبه کې لارښوونې ترلاسه کولو لپاره کافي اسانتیاوې ولري).
افغانستان د هغو نړیوالو سازمانونو او تړونونو غړی دی چې پدې بحث کې ذکر شول، له همدې امله، د ۱۳۸۲ کال د اساسي قانون (۱۶) ماده کې د هیواد د ګډو ژبو په اړه لاندې ټکي بیانوي:
(دولت د افغانستان د ټولو ژبو دپیاوړتیا او پر اختیا لپاره اغیزمن پروګرامونه طرح او تطبیقوي، په هیواد کې د مطبوعاتو، رادیو او تلویزیون خپرونې د هیواد پر ټولو مروجو ژبو آزادې دي.)
د افغانستان د پوهنې قانون د (۳۲) مادې (۳) فقره پر بنسټ د مورنۍ ژبې په اړه د تدریس د ژبې په توګه لاندې حکم کوي:
(په هغو سیمو کې چې اکثریت خلک یې د هیواد د دریمې رسمي ژبو څخه د ازبکي، ترکمني، پشه یي، نورستاني، بلوچي، پامیري او نورو ژبو څخه په یوې باندې خبرې کوي، د پښتو او دري ژبې تدریس سربیره، د درسي مضمون په توګه د دریمې ژبې د تدریس زمینه برابریږي، د پوهنې وزارت د هیواد د رسمي دریو ژبو د تدریس په منظور، د ښوونکي د روزنې د کتابونو او درسي موادو د برابرولو به برخه کې اغیزمنې برنامې طرح او تطبیقوي)
لیکونکې: ډاکټر محمد ظریف علم (ستانکزی)
اسم: دکتور محمد ظریف علم ( ستانکزی)